کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خوست ولایت کې د جلغوزیو سوداګرو ویلی، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات زیات شوی خو بازار یې پیکه دی.
دوی د خوست له هوایی ډګره بهرنیو مارکیټونو ته د جلغوزیو صادرولو غوښتنه کوی.
د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، خوست کې د جلغوزیو د پېر او پلور لنډمهالی بازار ته له ټول هېواده جلغوزی راوړل کیږی، چې سږ کال دغه ولایت کې د درې نیم زره ټنو جلغوزیو حاصلاتو اټکل شوی.
د دوی په وینا اړتیا ده چې د دغو حاصلاتو لپاره له هېواد بهر هم د صادراتو زمینه برابره شی.
د ځایی خلکو په وینا د جلغوزیو لنډ مهالی بازار کې ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او ځوانانو ته کاری زمینې هم برابرې شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ