کابل/ګهیځ نیوز:(شنبه د لیندۍ ۱۲مه)
پرون جمعه د یاد ولایت مرکز اړوند کونډیو سیمې په مربوطاتو کې یوه کشفي ډرون طیاره د قاچاق کوونکو له منګولو وژغورل شوه او په تور یې درې کسان ونیول شول.
نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او منلي یې ده، چې یاده طیاره یې پر دوه نیم لکه ډالرو باندې په ګاونډي هېواد پاکستان پلورله، چې د انټک ریاست منسوبینو له لوري تر میاشتني تعقیب وروسته ونیول شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1