کابل/ګهیځ نیوز:(شنبه د لیندۍ ۱۲مه)
پرون جمعه د یاد ولایت مرکز اړوند کونډیو سیمې په مربوطاتو کې یوه کشفی ډرون طیاره د قاچاق کوونکو له منګولو وژغورل شوه او په تور یې درې کسان ونیول شول.
نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او منلی یې ده، چې یاده طیاره یې پر دوه نیم لکه ډالرو باندې په ګاونډی هېواد پاکستان پلورله، چې د انټک ریاست منسوبینو له لوری تر میاشتنی تعقیب وروسته ونیول شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1
گهیځ