کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۰ نېټه):
د خوست ښاروالۍ ویلي، تېر کال يې ١٨١ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د وړم کال په پرتله ٧٩ سلنه ډېروالی ښيي.
دغه څرګندونې د خوست ښاروال ولس ته د حساب ورکونې په کلنۍ غونډې کې کړي دي.
نوموړي ویلي، چې په تېر ۱۴۰۰ مالي کال کې یې ۹۳ ميليونه افغانۍ عوايد درلودل، خو په ۱۴۰۱ مالي کال کې يې بیا ۱۸۱ ميليونه افغانۍ عوايد ټول کړي وو، چې د تېر په پرتله ۷۹ سلنه ډېروالی ښيي.
هغه د عوايدو ډېرېدو عمده لامل د فساد مخنيوی او په اوږدمهاله قراردادونو کې روڼتيا په ګوته کړی دی.
ښاروال دغه راز زیاته کړه، هڅه يې دا ده چې په عوايدو کې يې نور زياتوالی راشي، څو مناسب ښاري خدمات وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/