خوست ښاروالۍ تېر کال ۱۸۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۰ نېټه):
د خوست ښاروالۍ ویلی، تېر کال یې ۱۸۱ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړی چې د وړم کال په پرتله ۷۹ سلنه ډېروالی ښیی.
دغه څرګندونې د خوست ښاروال ولس ته د حساب ورکونې په کلنۍ غونډې کې کړی دی.
نوموړی ویلی، چې په تېر ۱۴۰۰ مالی کال کې یې ۹۳ میلیونه افغانۍ عواید درلودل، خو په ۱۴۰۱ مالی کال کې یې بیا ۱۸۱ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړی وو، چې د تېر په پرتله ۷۹ سلنه ډېروالی ښیی.
هغه د عوایدو ډېرېدو عمده لامل د فساد مخنیوی او په اوږدمهاله قراردادونو کې روڼتیا په ګوته کړی دی.
ښاروال دغه راز زیاته کړه، هڅه یې دا ده چې په عوایدو کې یې نور زیاتوالی راشی، څو مناسب ښاری خدمات وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.