معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې تېره ورځ ناوخته یو وار بیا د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې

خوست کې تېره ورځ ناوخته یو وار بیا د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تېره ورځ بیا ځل نښته شوې.

سیمه کې ځایي سرچینو ویلي، چې نښته د شپې تر ناوخته پورې روانه وه، چې په کې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی.

دفاع وزارت کې یوې سرچینې ځینو کورنیو رسنیو سره خبرو کې د څلورو افغانانو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د تېرې چهارشنبې ورځ هم په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنخ نښته شوې وه.

تر اوسه د دغو نښتو له امله د اوښتي ځاني او مالي زیان په تړاو رسما څه نه دي ویل شوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس