خوست کې تېره ورځ ناوخته یو وار بیا د افغان او پاکستانی پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت په ځاځی میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستانی سرحدی ځواکونو ترمنځ تېره ورځ بیا ځل نښته شوې.

سیمه کې ځایی سرچینو ویلی، چې نښته د شپې تر ناوخته پورې روانه وه، چې په کې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی.

دفاع وزارت کې یوې سرچینې ځینو کورنیو رسنیو سره خبرو کې د څلورو افغانانو د ټپی کېدو پخلی کړی دی.

د تېرې چهارشنبې ورځ هم په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنخ نښته شوې وه.

تر اوسه د دغو نښتو له امله د اوښتی ځانی او مالی زیان په تړاو رسما څه نه دی ویل شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.