خوست کې د زن شورا کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د زن شورا کرومایټ ډبرو کان دوه بلاکه چې اول بلاک یې د عبید ایوب نوری شرکت او دوهم بلاک یې د افغان ایسپیک شرکت د پنځو کلونو په قرارداد ورکړل شوی، نن ورځ یې د استخراج چارې پیل شوې.
د خوست کانونو او پټرولیم رییس ویلی، چې خوست کې یې د غیر قانونی کیندنو مخه ډب کړې او هېچا ته اجازه نه ورکوی، چې ملی ذخایر په غیر قانونی توګه لوټ کړی.
د یاد شرکتونو مسوولینو بیا ډاډ ورکړی، چې دوی به په ټول توان سره هڅه وکړی، څو د خپلو فنی وسایلو او افغانی انجینیرانو پر مټ په ښه ډول د یاد کان چارې بشپړې کړی.
د خبر له مخې ځایی اوسېدونکو ویلی، چې تېر کې دغه کان په غیر قانونی توګه د ځینو کړیو لخوا سپړل کېده، چې ګټه یې شخصی کسانو ته رسېده.
د یادونې وړ ده، چې په خوست ولایت کې له دې وړاندې د ځاځی مېدان ولسوالۍ لنډی روغه رځک منګی او تڼیو ولسوالۍ ورژلی سیمه کې هم د کرومایټ ډبرو کانونو د استخراج چارې پیل شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.