کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چارو له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې ۱۶مې غونډې پرمهال خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه تایید او منظور شوه.
د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د دولتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅېړي او اړوند ارګانونه دې خپلې چارې پرمخ یوسي.
په ورته مهال د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د کابل ښار د پنځم مکرویانو د چارو د پرمختګ په اړه د کمېټې نظر له سترې محکمې سره شریک او ورته لومړیتوب ورکړل شي.
دغه راز په دې غونډه کې ادارې کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کارموندنې ملي پالیسۍ په اړه دې جوړه شوې طرحه له بیا کتنې وروسته د منظورۍ په موخه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/