کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چارو له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې ۱۶مې غونډې پرمهال خوست ولایت کې د سرطانی ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه تایید او منظور شوه.
د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د دولتی شرکتونو د رهبرۍ پلاوی ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅېړی او اړوند ارګانونه دې خپلې چارې پرمخ یوسی.
په ورته مهال د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د کابل ښار د پنځم مکرویانو د چارو د پرمختګ په اړه د کمېټې نظر له سترې محکمې سره شریک او ورته لومړیتوب ورکړل شی.
دغه راز په دې غونډه کې ادارې کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوری د کارموندنې ملی پالیسۍ په اړه دې جوړه شوې طرحه له بیا کتنې وروسته د منظورۍ په موخه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ