کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د شیخ زاید پوهنتون انجینرۍ پوهنځي یو تن نوښتګر محصل انجینر محمد صادق صدیقي یو پیکا ماشین په اتوماتیک ډول داسې برابر کړی، چې د موبایل او کمپیوټر په مرسته له لرې ځای څخه کنټرولیږي او په اتومات ډول خپل ورکړل شوی هدف له منځه وړي.
دغې محصل همدارنګه یو ساده بایسکل هم په بريښنایي سایکل باندې بدل کړی، چې د سولري بټرۍ په یو ځل چارج سره کولای شي، چې لس کیلومتره فاصله ووهي.
په همدې منظور تېره ورځ یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې.د شیخ زايد پوهنتون ریيس د خوست امنيې قومندان، د پوهنتون معاونینو، استادانو، محصلانو او د رسنیو مسوولینو ګډون کړی و.
دغه غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رییس محصلان لا زياتو تحقیقاتو او ابتکاراتو ته راوبلل او غوښتنه یې وکړه، چې په خپلو نوښتونو سره خپل هېواد له نورو هېوادونو سره سيال کړي.
د انجینري پوهنځي رییس بیا دغه غونډه کې یادونه وکړه، چې که شرایط ورته برابر شي، د دوی محصلان چمتؤ دي چې دې ته ورته نور زيات نوښتونه د هېواد د پرمختګ لپاره رامنځته کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/