کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د شیخ زاید پوهنتون انجینرۍ پوهنځی یو تن نوښتګر محصل انجینر محمد صادق صدیقی یو پیکا ماشین په اتوماتیک ډول داسې برابر کړی، چې د موبایل او کمپیوټر په مرسته له لرې ځای څخه کنټرولیږی او په اتومات ډول خپل ورکړل شوی هدف له منځه وړی.
دغې محصل همدارنګه یو ساده بایسکل هم په بریښنایی سایکل باندې بدل کړی، چې د سولری بټرۍ په یو ځل چارج سره کولای شی، چې لس کیلومتره فاصله ووهی.
په همدې منظور تېره ورځ یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې.د شیخ زاید پوهنتون رییس د خوست امنیې قومندان، د پوهنتون معاونینو، استادانو، محصلانو او د رسنیو مسوولینو ګډون کړی و.
دغه غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رییس محصلان لا زیاتو تحقیقاتو او ابتکاراتو ته راوبلل او غوښتنه یې وکړه، چې په خپلو نوښتونو سره خپل هېواد له نورو هېوادونو سره سیال کړی.
د انجینری پوهنځی رییس بیا دغه غونډه کې یادونه وکړه، چې که شرایط ورته برابر شی، د دوی محصلان چمتؤ دی چې دې ته ورته نور زیات نوښتونه د هېواد د پرمختګ لپاره رامنځته کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ