خوست کې د والیبال یو معیاری جمنازیوم جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست مرکز اړوند ۱۲ سوه فامیلیو سیمه کې د یوه افغان سوداګر په مالی لګښت د ۱۸۵زره امریکایی ډالرو په ارزښت د شیخ زاید په نوم یو ورزشی جمنازیوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه جمنازیوم چې په یو وخت کې په کې ۲ زره نندارچیان ځایږی، د فوټسال، والیبال او نورو ورزشونو جوګه دی.

د یاد جمنازیوم د جوړېدو چارې په نهو میاشتو کې بشپړې شوې.

د دغه جمنازیوم د پرانیستې په ورځ د کابل او کوزې پښتونخوا لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کابل لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.