معماری
خانه / ګهیځ نیوز / خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پیل شوې

خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست فوټبال فدراسیون مسوولینو د دغه ولایت د مرکز اړوند متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیاليو د پیل کېدو خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ د دغه ولایت د فوټبال فدراسيون مشر ريبار هڅاند ويلي، د یاد ولايت د مرکز اړوند متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوي، چې د پنزایې وحدت او نبي ورغه کلي لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د کوم ګول وهلو پرته مساوي پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ به نږدې یوه نیمه میاشت دوام وکړي، چې نندارې ته به یې هره ورځ سل ګونه مینوال ورشي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس