کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست فوټبال فدراسیون مسوولینو د دغه ولایت د مرکز اړوند متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو د پیل کېدو خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون مشر ریبار هڅاند ویلی، د یاد ولایت د مرکز اړوند متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوی، چې د پنزایې وحدت او نبی ورغه کلی لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د کوم ګول وهلو پرته مساوی پای ته ورسېده.
دغه سیالۍ به نږدې یوه نیمه میاشت دوام وکړی، چې نندارې ته به یې هره ورځ سل ګونه مینوال ورشی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ