معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د ۸ کارېزونو د بيارغونې چارې پيل شوې

خوست کې د ۸ کارېزونو د بيارغونې چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست شمل خرم فرعي سينديزې حوزې رياست مسوولین وايي، په مرکز او څلورو ولسواليو کې د ۸ کارېزونو د بيارغونې او پاکولو چارې پيل شوې.

د خبر پر بنسټ د یادې سينديزې حوزې رییس ويلي، د یادو کاريزونو د بيارغونې او پاکولو پروژې لګښت د يونسکو له لوري ورکول کیږي.

هغه وويل، په دغه پروژه ټول ۷۴ زره امريکايي ډالر لګښت کیږي، چې چارې به يې راتلونکو پنځو مياشتو کې بشپړې شي.

د ده په وينا، دغه اته کارېزونه چې ۱۴زره متره اوږدوالی لري، په بیارغونه سره به یې سلګونه جريبه ځمکه خړوبې شي او په وینا یې، د اوبو ضایع‌ کېدو مخه به هم ونيول شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس