کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست شمل خرم فرعی سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایی، په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د ۸ کارېزونو د بیارغونې او پاکولو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ د یادې سیندیزې حوزې رییس ویلی، د یادو کاریزونو د بیارغونې او پاکولو پروژې لګښت د یونسکو له لوری ورکول کیږی.
هغه وویل، په دغه پروژه ټول ۷۴ زره امریکایی ډالر لګښت کیږی، چې چارې به یې راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړې شی.
د ده په وینا، دغه اته کارېزونه چې ۱۴زره متره اوږدوالی لری، په بیارغونه سره به یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبې شی او په وینا یې، د اوبو ضایع کېدو مخه به هم ونیول شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ