کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت مرکز اړوند سورواک سیمه کې کلونه وړاندې جوړ شوی کلینیک بېرته فعال شو.
د خوست عامې روغتیا رییس ویلی، د دې کلینیک په فعالېدو سره به د یادې سیمې ۱۵ زره اوسېدونکو ته چې پخوا یې روغتیایی خدماتو ته لاسرسی نه درلود، د روغتیایی خدماتو اسانتیاوې برابرې شی.
د نوموړی په وینا، دغه کلینیک به د اوس لپاره د ورځې ۸ ساعته خدمات وړاندې کوی، خو په نږدې راتلونکی کې به د خدماتو وخت ۲۴ ساعتونو ته وغځول شی.
د سیمې اوسېدونکو د یاد کلینیک د بیا فعالېدو هرکلی کړی او ویلی یې دی، چې د دې روغتیایی مرکز فعالېدل به د دوی د ژوند په ښه والی کې مهم رول ولوبوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ