کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست امنیې قوماندانۍ ویلی، چې د دغه قومندانۍ اړوند د ګربزو او ځاځی میدان ولسوالیو ترورېزم سره د مبارزې مسوولینو د کشفی او اپراتفی راپورونو په اساس یو اندازه دولتی وسلې او مهمات کشف او د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې نیولی دی.
د مسوولینو په وینا د دغو عملیاتو په جریان کې په ګربزو ولسوالۍ کې یوه پېکا، یو کلاشینکوف، یوه تمانچه، یو اندازه د نارجک مرمۍ او نور مهمات ترلاسه شوی دی.
په ورته مهال ځاځی میدان ولسوالۍ کې هم یو ضرب راکټ، یو میل کلاشینکوف، یو اندازه د راکټ مرمۍ او د کلاشینکوف شاجورې مسوولینو نیولی دی.
امنیې قومندانۍ زیاته کړې، چې نیول شوی مهمات د ساتنې او تثبیت په موخه اړوندې ادارې ته سپارل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ