کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پنځو بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳ لکه ډالرو په لګښت د روغتیایی کلینیکونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د عامې روغتیا وزارت چارواکی وایی، دغه کلینیکونه د UNFPA په مالی ملاتړ جوړیږی چې هر کلینیک به انه خونې ولری.
افغانستان کې اوس مهال ۵۴۰ روغتیایی مرکزونه فعالیت کوی، چې له همدې جملې ۱۷۰ یې معیاری ودانۍ لری.
د خوست ولایت ځایی اوسېدونکو د دې روغتیایی مرکزونو د جوړولو په چارو خوښی څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې دا پروژه به په سیمه کې د مور او ماشوم د مړینې خطر را کم کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ