کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د خوست امنیتی چارواکو ویلی، چې دغلته د یوه ملا امام په کور کې چاودنه شوې ده.
د دوی د اطلاعاتو له مخې د دغې چاودنې له امله دوه ماشومان چې نجونې وې وژل شوې او دوه نور ټپیان شوی دی.
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلی، چې دا پېښه تېره ورځ د اسماعېل خېلو مندوزیو ولسوالۍ د بهرام خېلو په کلی کې رامنځته شوې ده.
ځایی چارواکو ویلی، چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم، چې دا چاودنه وه او که د بې پیلوټه الوتکې برید و؟
نوموړی ویلی چې په پېښه کې ملا امام مفتی فاروق ته کوم زیان نه دی رسېدلی، خو کوچنۍ لورګانې یې وژل شوی او دوه ماشومان نور یې ټپیان شوی دی.
د امنیې قومندانۍ ویاند ویلی، چې سیمې ته امنیتی ځواکونو رسېدلی او د پېښې په اړه څېړنې کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ