خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمی په رسېدو د میلیونونو افغانانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP افغانستان کې د ژمی په رارسېدو سره د بودیجې کموالی له امله د میلیونونو اړمنو کسانو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د دغه سازمان په وینا، افغانستان کې د هوا په سړېدو سره له هرو څلورو کورنیو څخه یو د خوړو ترلاسه کولو لپاره له جدی ستونزو سره مخ دی.

دې ادارې په خپل راپور کې ویلی، چې د ژغورنې لپاره یوازینۍ وسیله د مرستو دوام دی، خو د بودیجې د کمښت له امله به ډېرې اړمنې کورنۍ له مرستو بې برخې پاتې شی.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې سوړ ژمی به د هغو کورنیو وضعیت نور هم کړکېچن کړی، چې لا دمخه له لوږې او فقر سره مخ دی.

د نړیوالو مرستو د کمېدو په ترڅ کې دا سازمان د مرستو د پوره کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې چې د افغانستان خلک دوامداره نړیوالو هڅو او ملاتړ ته اړتیا لری څو له دې سختو شرایطو سره مقابله وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.