معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د مرستو لپاره ازبکستان کې لوژستیکي مرکز جوړ کړی

خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د مرستو لپاره ازبکستان کې لوژستیکي مرکز جوړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په ازبکستان کې یې یو لوژستيکي مرکز جوړ کړی، چې له هغې ځایه افغانستان ته خوراکي توکي ولېږدول شي.
د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو زیاته کړې، چې له ازبکستانه په ورځ کې زر ټنه خوراکي توکي افغانستان ته واردېږي او افغانستان کې پر اړمنو خلکو وېشل کیږي.
د خوړو نړیوال پروګرام شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال یې افغانستان کې له ۲۳ میلیونه تنو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د دوی په خبره د مرستو د دوام لپاره دوی ته د ۱ میلیارد او ۵ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې یو شمېر افغانان د مرستو وېشلو په بهیر کې د روڼوالي پر کمښت شکایت کوي او نیوکه کوي چې د مرستو له وېشلو ډېری مستحق خلک بې برخې پاتې کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس