کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، په ازبکستان کې یې یو لوژستیکی مرکز جوړ کړی، چې له هغې ځایه افغانستان ته خوراکی توکی ولېږدول شی.
د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو زیاته کړې، چې له ازبکستانه په ورځ کې زر ټنه خوراکی توکی افغانستان ته واردېږی او افغانستان کې پر اړمنو خلکو وېشل کیږی.
د خوړو نړیوال پروګرام شمېرې ښیی، چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال یې افغانستان کې له ۲۳ میلیونه تنو سره د خوراکی توکو مرسته کړې ده.
د دوی په خبره د مرستو د دوام لپاره دوی ته د ۱ میلیارد او ۵ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې یو شمېر افغانان د مرستو وېشلو په بهیر کې د روڼوالی پر کمښت شکایت کوی او نیوکه کوی چې د مرستو له وېشلو ډېری مستحق خلک بې برخې پاتې کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ