کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، خپلو سیمو ته د لېږدولو لپاره یې په لومړي پړاو کې د شاوخوا ۵ زره بې ځایه شویو کورنیو نوم لېکنه پیل کړه.
کابل کې په دې تړاو یوې غونډې ته د وینا پرمهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي، لومړي سر کې به له کابله شاوخوا ۵ زره بې ځایه شوې کورنۍ چې اکثریت یې له کندوز ولایته بې ځایه شوې دي، خپلو سیمو ته ولېږدول شي.
نوموړي په دې برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ له امله هم مننه کړې ده.
د کډوالو چارو وزارت د کورنیو بې ځایه شویو برخې مشر سردار شېرزاد ویلي، دغه خلک د بېلابېلو لاملونو له امله بې ځای شوي دي.
هغه له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې په دې برخه کې ورسره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې، چې اوس مهال د دغو بې ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲.۵ میلیونه دی او خپلو سیمو ته دوی بېرته لېږدول د دغه وزارت د کاري لومړیتوبونو څخه دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/