کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایی، خپلو سیمو ته د لېږدولو لپاره یې په لومړی پړاو کې د شاوخوا ۵ زره بې ځایه شویو کورنیو نوم لېکنه پیل کړه.
کابل کې په دې تړاو یوې غونډې ته د وینا پرمهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلی، لومړی سر کې به له کابله شاوخوا ۵ زره بې ځایه شوې کورنۍ چې اکثریت یې له کندوز ولایته بې ځایه شوې دی، خپلو سیمو ته ولېږدول شی.
نوموړی په دې برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ له امله هم مننه کړې ده.
د کډوالو چارو وزارت د کورنیو بې ځایه شویو برخې مشر سردار شېرزاد ویلی، دغه خلک د بېلابېلو لاملونو له امله بې ځای شوی دی.
هغه له نړیوالو بنسټونو غوښتی، چې په دې برخه کې ورسره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی.
هغه زیاته کړې، چې اوس مهال د دغو بې ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲.۵ میلیونه دی او خپلو سیمو ته دوی بېرته لېږدول د دغه وزارت د کاری لومړیتوبونو څخه دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ