کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ويلي، چې د خېبر.پښتونخوا د سوداګرو ټولنو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی وو، چې د چهارشنبې په ورځ به د حکومت لخوا پر بېلابېلو برخو د لوړې مالیې لګولو پر ضد په ټوله صوبه کې کاربندیز کوي او له سوداګرو یې غوښتي، چې سړکونو ته راووځي.
د خېبر پښتونخوا په مانسره کې د سوداګرو د دوو لویو ادارو یو مرکزي مشر هارون الرشید یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د زیاتو مالیاتو په لګولو سره نازک ټولنیز اقتصادي حالت نور هم خراب کړی دی.
رشید وړاندې ويلي، چې دوی په ځلونو د فدرالي حکومت له مشرتابه سره د لوړو مالیو موضوع راپورته کړې او غوښتنه یې ترې کړې، چې پر سوداګرو لوړې مالیې بېرته لرې کړي، خو په خبره یې چې هېڅ ګټه یې نه ده کړې.
د خېبر پښتونخوا په لوی دیر کې هم د سوداګرو ټولنې نن چهارشنبه د لوړو مالیو لګولو او د برېښنا بیلونو زیاتېدو پر ضد بشپړ کاربندیز کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/