کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو ویلی، چې د خېبر.پښتونخوا د سوداګرو ټولنو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی وو، چې د چهارشنبې په ورځ به د حکومت لخوا پر بېلابېلو برخو د لوړې مالیې لګولو پر ضد په ټوله صوبه کې کاربندیز کوی او له سوداګرو یې غوښتی، چې سړکونو ته راووځی.
د خېبر پښتونخوا په مانسره کې د سوداګرو د دوو لویو ادارو یو مرکزی مشر هارون الرشید یوې خبری غونډې ته ویلی، چې د پاکستان حکومت د زیاتو مالیاتو په لګولو سره نازک ټولنیز اقتصادی حالت نور هم خراب کړی دی.
رشید وړاندې ویلی، چې دوی په ځلونو د فدرالی حکومت له مشرتابه سره د لوړو مالیو موضوع راپورته کړې او غوښتنه یې ترې کړې، چې پر سوداګرو لوړې مالیې بېرته لرې کړی، خو په خبره یې چې هېڅ ګټه یې نه ده کړې.
د خېبر پښتونخوا په لوی دیر کې هم د سوداګرو ټولنې نن چهارشنبه د لوړو مالیو لګولو او د برېښنا بیلونو زیاتېدو پر ضد بشپړ کاربندیز کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ