معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي

خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۱ نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې له وسلوالو سره په نښتو کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې هم په یوې اعلامیې ویلي، چې تېره ورځ د جنوبي وزیرستان په رزمک سیمه کې له وسلوالو سره نښته کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د فضل جانان په نوم وژل شوی پاکستانی عسکر د خېبر پښتونخوا هنګو سیمې اوسېدونکی و.
د پاکستاني پوځ په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې په شمالي وزیرستان کې هم د پوځ او وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
د یو بل خبر له مخې د بلوچستان ایالت په کچلاغ سیمه کې هم د وسلوالو په برید کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونو یو وار بیا زور موندلی دی.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس