خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې درې پاکستانی عسکر وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۱ نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې له وسلوالو سره په نښتو کې درې پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتی ادارې هم په یوې اعلامیې ویلی، چې تېره ورځ د جنوبی وزیرستان په رزمک سیمه کې له وسلوالو سره نښته کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوی، چې د فضل جانان په نوم وژل شوی پاکستانی عسکر د خېبر پښتونخوا هنګو سیمې اوسېدونکی و.
د پاکستانی پوځ په بیان کې همدارنګه ویل شوی چې په شمالی وزیرستان کې هم د پوځ او وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
د یو بل خبر له مخې د بلوچستان ایالت په کچلاغ سیمه کې هم د وسلوالو په برید کې دوه پاکستانی پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.
دې وروستیو کې پر پاکستانی پوځیانو بریدونو یو وار بیا زور موندلی دی.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.