خېبر پښتونخوا کې اته پاکستانی پولیس وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د وسلوالو او پاکستانی پوځیانو ترمنځ نښته کې اته تنه پوځیان او نهه وسلوال وژل شوی دی.

د راپور پر بنسټ  دغه نښته کې چې څو ساعته یې دوام کړی، اووه عسکر او شپږ وسلوال ټپیان شوی هم دی.

دغه نښتې د تیرا په درې بېلابېلو سیمو کې شوې دی.

د پاکستان د پوځ د سرچینو په وینا، دغه عملیات د استخباراتی معلومات پر اساس پلان شوی وو او موخه یې د مهمو وسلوالو په نښه کول وو.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان کې د وسلوالو او پاکستانی پوځیانو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.