معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې دوو ماینونو ۸ تنو ته مرګ – ژوبله اړولې

خېبر پښتونخوا کې دوو ماینونو ۸ تنو ته مرګ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۸ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې پاکستاني پولیسو ویلي، چې د خېبر پښتونخوا په بنو او دېره اسماعیل خان کې د دوو ماین چاودنو له امله یو ماشوم او یو پولیس وژل شوی او درې پولیسو په ګډون یې شپږ تنه ټبیان کړي دي. لومړۍ پېښه د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو کې د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده، چې پکې یو ماشوم وژل شوی او د نوموړي د مور په ګډون درې تنه ټپيان دي. ځايي چارواکو ویلي، چې یوه کوچني ماشوم توپ ته ورته ماین موندلی و، چې کور ته تر وړلو وروسته یې چاودنه کړې، ماشوم پکې وژل شوی مور او دوه د تره زامن یې ټپیان دي. دویمه پېښه د دېره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې پر پولیسو د وسلوالو مخالفینو برید شوی، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس