خېبر پښتونخوا کې دوو ماینونو ۸ تنو ته مرګ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۸ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې پاکستانی پولیسو ویلی، چې د خېبر پښتونخوا په بنو او دېره اسماعیل خان کې د دوو ماین چاودنو له امله یو ماشوم او یو پولیس وژل شوی او درې پولیسو په ګډون یې شپږ تنه ټبیان کړی دی. لومړۍ پېښه د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو کې د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده، چې پکې یو ماشوم وژل شوی او د نوموړی د مور په ګډون درې تنه ټپیان دی. ځایی چارواکو ویلی، چې یوه کوچنی ماشوم توپ ته ورته ماین موندلی و، چې کور ته تر وړلو وروسته یې چاودنه کړې، ماشوم پکې وژل شوی مور او دوه د تره زامن یې ټپیان دی. دویمه پېښه د دېره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې پر پولیسو د وسلوالو مخالفینو برید شوی، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.