کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو د وسلوالو په برید کې شپږ کسان وژل شوی دی.
رویټرز خبری اژآنس بیا په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکی له قوله لیکلی، چې شاوخوا ۵۰ وسلوالو په هنګو ولسوالۍ کې د ‘MOL’ په نوم د تېل او ګازو د کمپنۍ پر تاسیساتو برید وکړ او ۴ تنه پولیس او د یادې کمپنۍ دوه کارکوونکی یې ووژل.
د دغه برید مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی، خو په سیمه کې په تېرو وختونو کې دشویو زیاترو بریدونو مسوولیت تحریک طـ.ـالبان پاکستان پر غاړه اخیست.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ