کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو ویلی، چې د خېبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د یوې ټرافیکی پېښې له امله د څلورو ښځو په ګډون اتو تنو ژوند بایللی او شپږ تنه نور ټپیان دی.
ځایی پولیسو رسنیو ته ویلی، ټپیان یې نږدې روغتون ته لیږدولی، خو روغتیایی مسوولینو د ځینو ټپیانو روغتیایی وضعیت نازک ښودلی.
د پولیسو په خبره دغه د سورلۍ موټر له چغرزی څخه سواړی ته روان وو، چې په لاره کې له سړک بېواکه شوی او ژورې کندې ته لویدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ