کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کوزې پښتونخوا په خېبر کې له درې ورځو راهیسې د پښتون قام پیل شوې جرګې په ۲۸ مادو کې خپل پرېکړه لیک اعلان کړ.
منظور پښتین د لویې جرګې پرېکړه کوونکو کمېټو استازو ته په قران قسم ورکړ، چې د قام د خیر لپاره به هېچا فشار ته نه تسلیمیږی.
دغه پرېکړه لیک کې پاکستانی پوځ او وسلوالو تنظیمونو ته دوه میاشتې وخت ورکړل شو، چې د پښتنو له خاورې ووځی. د پرېکړې له مخې که دوی ونه وتل، بیا به جرګه په خپل بندوبست دوی له خپلو سیمو وباسی.
دغه راز پرېکړه لیک کې د ډیورنډ کرښې په تړاو وویل شول، چې پر کرښه به تګ – راتګ بې پاسپورټه او بې تذکرې بېرته د پخوا په څېر پیلیږی.
د جرګې بله پرېکړه کې ویل شوی، چې د بلاک شویو شناختی کارډونو د نه خلاصون په صورت کې به ټول پښتون قام له شناختی کارټونو پرېکوڼ کوی او ځانته به په خپلو منځونو کې خپلې تذکرې ووېشی.
د پرېکړه لیک له مخې د پښتنو ټولو سیمو کې به د پښتنو ترمنځ د شخړو حل لپاره جرګه استول کیږی، چې دا جرګې به ټول رامنځته شوی مسایل د خبرو له لارې حل کړی.
د دې ترڅنګ پرېکړه کې د درې نیم لکو په شاوخوا کې د بې وسلو پښتونو ځوانانو لښکر پر جوړېدو هم فیصله شوې، چې د ټولو پښتنو سیمو ځوانان به په کې شتون لری او دوی به د اړتیا پرمهال د پښتنو مشرانو پرېکړو ته ټولنه کې عملی جامه اغوندی.
شوی پرېکړه کې د باج او قلنګ پر ورکولو پښتون منع او بدو کې د ښځو پر ورکړې بندیز ولګېد.
دوی د برېښنا په تړاو هم خپله پرېکړه کې وویل، چې قبایلی سیمو کې به برېښنا وړیا او په نورو سیمو کې به پښتون پر یو یونټ برېښنا له پنځو روپیو زیاتې پیسې نه ورکوی.
پرېکړه لیک کې د ورور په حیث له افغان حکومته غوښتنه وشوه، چې د نجونو زده کړو ته دې پرته له سکتې نوره اجازه ورکړی.
د مسوولینو په وینا د پرېکړه لیک د ۲۸ مادو د تطبیق لپاره کمېټه جوړه شوې، چې دا کمېټه به شوې پرېکړې وخت په وخت څاری او د ټولو مادو د تطبیق لپاره به کار کوی.
دا له لسیزو راهیسې لومړی ځل دی، چې په لکونو پښتون ولس د خپلو مشکلاتو د حل لپاره په یوه میدان خپلو کې جرګه کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ