ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری یا حمل ۳۱مه او د اپرېل ۲۰مه نېټه ده) داعش یا اسلامی دولت ډلې د وری پر ۲۹مه ادعا کړې وه چې د دې ډلې خراسان څانګې غړو له حیرتان څخه د ترمذ پر پوځی پوستو راکټی بریدونه کړی.
خو د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعاوې رد کړې.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی: “اسلامی امارت د یوه مسوول حکومت په توګه خپلو ټولو ګاونډیانو ته ډاډ ورکوی، چې افغان پوله ساتی ځواکونه د افغانستان پولې له نږدې څاری او هیچا ته به اجازه ورنکړی، چې امنیت ګډوډ کړی”.
د ازبکستان دفاع وزارت هم دغه د داعش ډلې دغه ادعا ردوی او وایی، چې له افغانستان سره ګډه پوله د دوی له لوری په بشپړه توګه کنټرولېږی او پر خاوره هېڅ برید نه دی شوی.
د ازبکستان دفاعی چارواکو همداراز له خپلو اوسېدونکو غوښتی چې په ناسمو راپورونو باور ونهکړی او یوازې د دې هېواد په باوری او رسمی سرچینو دې تکیه وکړی.
گهیځ