داعش ډلې د تېرې ورځې دوو چاودنو مسؤولیت ومانه

رویټرز او یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د وروستیو دوه چاودنو مسؤولیت په غاړه اخستی.

د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار اړوند بېلا بېلو سیمو کې دوه چاودنې وشوې.

دغو چاودنو چې یوه د دشت برچی په ایستګاه نقاش او بله په شهید څلور لاری کې وشوې، ولسی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

له برید وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند قاری سعید خوستی پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل: «د کابل ښار ۱۳حوزې اړوند د نقاش په سیمه کې په یوه ټونس ډوله موټر کې چاودنه شوې چې یو تن ملکی کس وژل شوی او۶نور ټپیان شوی چې درې تنه ښځینه هم پکې دی.‌»

دا په تېرو څو ورځو کې څلور چاودنې شوې، چې د کابل په ښار کې کیږی. څو ورځې مخکې هم په دشت برچې کې چاودنه وشوه چې یو «افغان خبریال» هم په کې ووژل شو.

د طالبانو له راتګ وروسته، د دا ډول بریدونو مسؤولیت تر ډېره د داعش-خراسان ډلې منلی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.