کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ستر درستیز د روغتیایی چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار ویلی، د سردار محمد داود خان روغتون ولسی خلکو ته د روغتیایی خدماتو رسېدو په موخه یو کاری وخت په پام کې نیولی.
نوموړی زیاته کړې، د هغو ولسی خلکو لپاره چې درملنه یې په نورو هېوادونو کې په لوړه بیه ترسره کیږی، اوس مهال په دغه روغتون کې په ډېر کم لګښت او معیاری ډول ترسره کیږی.
ډاکټر احرار زیاته کړې، په سردار داود خان روغتون کې اوس د مازدیګر له ۴ د ماخوستن تر ۱۰ بجو پورې د ولسی خلکو درملنه ترسره کیږی، چې د دې لپاره کادرونه او متخصصین جذب شوی دی.
د دوی په خبره خلکو ته د ښو روغتیایی خدماتو د رسېدو په برخه کې معیاری طبی تجهیزات او مسلکی پرسونل لری او په دې برخه کې د یاد وزارت له لوری پوره چمتوالی نیول شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ