کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دفاع وزارت ویلی، چې د دې وزارت لومړی مرستیال له لوری سردار محمد داوود خان روغتون کې د معلولینو لپاره د مصنوعی غړو پروتېز مرکز پرانیستل شو.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه مرکز د سرپرست حکومت د اردو او تېر حکومت د معلولینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د لاس او پښو، نل ساق او د زنګون اتومات مصنوعی برخو کې خدمات وړاندې کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه وزارت تر دې وړاندې ویلی وو، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د سردارمحمد داوود خان روغتون زیات مجهز او د تېر په پرتله یې خدمات معیاری شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ