معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دریو ولایاتو کې ترافیکي پېښو شپږ تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان کړل

دریو ولایاتو کې ترافیکي پېښو شپږ تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزني، لغمان او هرات ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان شول.

د غزني امنیتي مسوولینو ویلي، د دغه ولایت اندړ ولسوالۍ کې د یو فیلډر موټر چپه کېدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.

د دغه ولایت مقر ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې بیا یو مسافر وړونکي ۵۸۰ ډوله موټر له بار وړونکي موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې یو کس مړ او پنځه کسان ټپیان دي.

بل لور د لغمان مرکز مهترلام ښار کې یو موټرسایکل له پلچک سره جنګېدلی، چې په پایله کې یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

هرات کې هم ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو بار وړونکي موټر ۱۲ کلن هلک لاندې کړی دی.

پر دې سربېره، د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د دریو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي، چې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د هېواد په کچه دې وروستیو ټرافیکي پېښو ډېرښت خلکو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس