کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزنی، لغمان او هرات ولایتونو کې د ترافیکی پېښو له امله شپږ تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شول.
د غزنی امنیتی مسوولینو ویلی، د دغه ولایت اندړ ولسوالۍ کې د یو فیلډر موټر چپه کېدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوی دی.
د دغه ولایت مقر ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې بیا یو مسافر وړونکی ۵۸۰ ډوله موټر له بار وړونکی موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې یو کس مړ او پنځه کسان ټپیان دی.
بل لور د لغمان مرکز مهترلام ښار کې یو موټرسایکل له پلچک سره جنګېدلی، چې په پایله کې یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
هرات کې هم ځایی سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو بار وړونکی موټر ۱۲ کلن هلک لاندې کړی دی.
پر دې سربېره، د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د دریو جلا ترافیکی پېښو له امله ۱۱ کسان ټپیان شوی، چې روغتیایی وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د هېواد په کچه دې وروستیو ټرافیکی پېښو ډېرښت خلکو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ