کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستانه غوښتنه کړې، چې دغو هېوادونو ته د افغانستان لېږدول شوې چورلکې دې بېرته کابل ته وسپاری.
د دې وزارت ویاند دغه الوتکې د افغان حکومت او خلکو مال بللی او ټینګار یې کړی چې دغه الوتکې به له تاجکستان او ازبکستانه بېرته اخلی.
تر دې وړاندې امریکا اعلان کړی و، چې د جمهوریت د وخت چورلکې او الوتکې به اسلامی امارت ته ور نه کړی.
تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې چورلکې د امریکا له لوری پېرل شوې او افغان پوځ ته سپارل شوې وې، خو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د جمهوری نظام له پرځېدو سره سم د ځینو راپورونو پر بنسټ، کابو ۶۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې.
گهیځ