دفاع وزارت د سرحدونو او ارزښتونو ساتنې لپاره اردو پیاوړې کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌ الدین فطرت ویلی، چې د سرحدونو او ارزښتونو ساتنې لپاره خپله اردو پیاوړې کوی.

د نوموړی په خبره د اسلامی اردو جوړښت او روزنه د ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د جګړې لپاره نه؛ بلکې د هېواد د سرحدونو او اسلامی ارزښتونو د ساتنې لپاره ترسره کیږی.

لوی درستیز دغه څرګندونې د عبدالله بن مسعود جګړه‌ ییزو ګډو زده‌ کړو قومندانۍ د ۷۰۰ منسوبینو فراغت غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

فطرت همداراز ټینګار کړی چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د مصالحې او خبرو اترو له لارې تعامل غواړی.

دا څرګندونې په داسې مهال کیږی، چې دې وروستیو کې افغان حکومت له ګاونډی پاکستان سره څو وار نښتو کې ښکیل شوی او تازه یې تورخم او خوست کې درنې نښتې کړې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.