کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۸ مه نېټه):
د افغانستان دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان تجاوز ته ځواب ورکړل شوی او افغان سرحدی ځواکونو د فرضی کرښې پۀ اوږدو کې د پاکستانی پوځ مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.
د افغانستان دفاع وزارت د دفاع وزیر مولوی مـ.ـحمد یـ.ـعـ.ـقوب مـ.ـجاهد د نظامی لباس خپور شوی انځور سره خپره کړې اعلامیه کې افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد دفاعی او امنیتی ځواکونه د هر ډول تېری کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دی او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړی.
د یادونې وړ ده، چې نن سهار وختی پاکستانی الوتکو د افغانستان پر خاوره د هوایی برید په کولو سره پکتیکا او خوست کې د عامو وګړو کورونه بمبار او اته تنه یې په کې ووژل.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ