دفاع وزارت د پاکستان پر وروستۍ څرګندونې تند غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وویل، چې که هېواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شی، نو اسلام اباد قانونی حق لری چې په افغانستان کې دننه د دوی د پټنځایونه په نښه کړی، د ملی دفاع وزیر پر دغو څرګندونو تند غبرګون ښودلی.
یعقوب مجاهد یې ځواب کې ویلی، چې افغانستان لا وارثه نه دی او د هېواد په دفاع کې تر هر چا ښه تجربه لری.
ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د ملی دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو د تحریک شتون او پر هغوی په افغانستان کی دننه داحتمالی برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکې او بې اساسه بولی.
اعلامیه کې راغلی، سره له دې چې د پاکستانی طالبانو د مرکزونو شواهد په خپله پاکستان کې شتون لری، د پاکستانی چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوی.
دې وروستیو کې د پاکستانی حکومت او د سرپرست افغان حکومت ترمنځ اړیکې تر بل وخت ډېرې ترینګلې شوی چې له امله یې څو وار پکتیا او بولدک کې د دواړو پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې هم وشوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.