ګهیځ نیوز: د افغانستان ا.ا حکومت نن چهارشنبه (زمری/اسد ۲۶) په یوې خبرپاڼه کې ویلی چې مولوی مهدی یې د هرات ولایت اړوند سرحدی سیمه کې چې د دوی په وینا غوښتل یې ایران ته «وتښتی» له منځه وړی دی.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی: “د سرپل ولایت په بلخاب کې د اسلامی امارت په خلاف، مهدی نومی له بغاوت وروسته له څو تنو ملګرو سره غرونو ته تښتیدلی و او غوښتل یې چې ایران ته تېښته وکړی، د کشف او استخباراتو سرحدی ځواکونو له خوا د هرات او ایران ترمنځ په سرحدی سیمه کې په نښه او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد”.
گهیځ