دفاع وزارت وایی، تېر یوه کال کې یې ۴ زره پوځی وسایط ترمیم کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۱ نېټه):
دفاع وزارت وایی، چې د تېر کال په اوږدو کې دغه وزارت د امنیتی او دفاعی ځواکونو شاوخوا څلور زره پوځی وسایط ترمیم دی.
د دفاع وزارت د چارواکو په خبره د زرګونو نورو پوځی وسایطو پر جوړولو هم کار روان دی او په راتلونکو میاشتو کې به له ترمیم وروسته امنیتی او دفاعی ادارو ته وسپارل شی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو وسایطو کې ټانکونه، زغروال موټرې، پوځی بار وړونکی موټر او رېنجر شامل دی، چې د ملی دفاع وزارت د تخنیکی ټیمونو له خوا په دوو فابریکو کې ترمیمېږی.
تر دې وړاندې هم د ملی دفاع وزارت تخنیکی ټیم لسګونه هغه چورلکې او جنګی الوتکې ترمیم کړې وې، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا افغانستان څخه د وتلو پر مهال خرابې کړل شوې وې.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.