کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۷ نېټه):
دفاع وزارت وایی، چې د دغه وزارت د هوایی ځواک قومندانۍ انجنیرانو او تخنیکرانو یوه بله روسی الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې چې ازمایښتی الوتنه یې هم په بریالیتوب سره ترسره کړې ده.
دفاع وزارت ویلی، چې د تخریب شویو څرخکو او الوتکو ترمیم ته به ادامه ورکړی.
هېره دې نه وی، چې د دغه وزارت د هوایی ځواک قومندانۍ انجنیرانو او تخنیکرانو له دې وړاندې شاوخوا ۶۰ ډېرې له کاره لوېدلې څرخکې او الوتکې بېرته رغولې دی.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ