دفاع وزارت یو ځل بیا د چا پر ضد د افغان خاورې د نه کارولو په ناړه ډاډ ورکړ

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ/سرطان ۳۰مه او د جولای میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد ویلی چې ا.ا به هیچا ته اجازه ورنه کړی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروی.
نوموړی د پکتیا ځاځی اریوب ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د ډیورنډ له فرضی کرښې څخه لیدنه کړې.
دفاع وزیر له کرښې د لیدنې پر مهال ویلی، چې افغانستان له ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړی او ډاډ ورکوی چې افغان خاوره به نه اوس او نه هم په راتلونکی کې د بل هېواد پر ضد وکارول شی.
ملا یعقوب مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوی او نورو هېوادونو ته به هم اجازه ورنه کړی چې د افغانستان ملی ګټې وګواښی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.